Make your donation now

Jump to navigation Jump to search

ګووګل او ياهو په زرګونو پالنګران او کارنان لري. خو موږ بيا نژدې ۸۰۰ پالنګران او ۱۵۰ کارنان لرو.

په انټرنټ کې ويکيپېډيا په #5 نمبر کې حسابېږي چې ۴۵۰ ميليون وګړو ته په هره مياشت کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي او په بيليونونو وار يې بېلابېل مخونه کتل کېږي.

سوداګري بده نه ده. خبرتيا خپرول هم کومه ګناه نه ده. خو ويکيپېډيا د خبرتياو د خپرولو ځای نه دی.

ويکيپېډيا يو ځانګړی شی دی. د دې پاڼې مثال يو کتابتون او يا هم يو عمومي پارک ته ورته دی. دا د ذهن يو معبد ته ورته دی. دا داسې يو ځای دی چې موږ ټول فکر کولو، زده کړې او د نورو سره د پوهې شريکولو ته اړ باسي.

کله چې ما د ويکيپېډيا بنسټ کېښود نو ما کولی شو چې د خبرتياو او اعلانونو په خپرولو سره له دې د يو ګټې اخيستنې شرکت جوړ کړم، خو ما د بېل ډول کار د ترسره کولو پرېکړه وکړه. له کلونو راهيسې موږ هڅه کړې چې دا وېبځی د خبرتياو او اعلانونو نه پاک او سوتره وساتو. موږ په خپل مقصد کې بريالي شوي يو او په خبرتياو ککړ کار مو نورو ته پرې ايښی.

که هر هغه څوک چې دا مخ لولي او د $5 پيسو بسپنه ورکړي، نو موږ به په کالې کې يوازې يوه ورځ د بسپنې ټولولو ورځ ولرو. خو هر يو کس نشي کولی او يا هم نه غواړي چې بسپنه ورکړي. خو پروا نه لري. هر کال يو شمېر خلک د بسپنې ورکولو پرېکړه کوي.

لطفاً سږکال د $5, $20, $100 پېسو د بسپنې په ورکولو غور وکړۍ او يا هم هر څومره چې ستاسې په وس پوره ده چې مقصد ويکيپېډيا پرې چالانه وساتو.

مننه،

جېمي وېلز
د ويکيپېډيا بنسټګر

Sorry, we're having a little trouble detecting what country you're in. Please visit Ways to Give for international payment methods.